مېدان وردګو کې یوې ناچاودې سرګلولې چاودنې دوه ماشومان وژلی او یو بل ټپی دی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت پۀ سید آباد ولسوالۍ کې د یوې ناچاودې سرګلولې د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوی او یو بل ماشوم ژوبل دی.
د خبر له مخې د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ مطبوعاتی مسوولینو ویلی، چې یاده پېښه د سید آباد ولسوالۍ اړوند د شنیز درې مموخېلو کلی د ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
د یادولو وړ ده، چې تر دې پېښې یو ورځ وړاندې هم د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د یوې ناچاودې مرمۍ له امله د یو ماشوم لاس پرې شوی و، چې وروسته یې بیا د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.
تېرو څو لسیزو جګړو کې د ناچاودو توکو شتون ډېر کله ملکی وګړو ته مرګ_ژوبله اړوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.