کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د سرې میاشتې رییس ویلی، چې د ترکیې هېواد په مرسته د جلریز ولسوالۍ د ۳ سوه سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکی توکو مرسته شوې په دغه مرسته کې ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریجی، ۱۰ لیټره غوړی، ۸ کیلو لوبیا، یو کیلو شین چای، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه او ۱ قطی بسکټ ۵-BP شامل دی.
د خبر پر بنسټ، د مېدان وردګو ولایت د سرې میاشتې استازی د مرستو د وېش پرمهال د ترکیې هېواد له تېرو مرستو او په ځانګړې توګه له دغې مرستې مننه وکړه او د مرستو پر دوام یې ټینګار وکړ.
همدا راز مرسته اخیستونکو هم مننه وکړه، چې په سخت وخت کې یې د خوراکی موادو مرسته ترسره کړه.
دغه ولایت کې وروستیو سېلابونو ګڼ مالی او ځانی زیانونه اړولی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ