معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / م.م افغان حکومت له بشري حقونو په سرغړونه تورنوي؛ ا.ا دا راپور مغرضانه او بې بنسټه بولي

م.م افغان حکومت له بشري حقونو په سرغړونه تورنوي؛ ا.ا دا راپور مغرضانه او بې بنسټه بولي

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور کې د افغانستان په روان بشري وضعیت نیوکه شوې او تېره یو کلنه دوره یې د بشري حقونو پر وړاندې له سرغړونو ډکه بللې.
ریچارډ بنیټ په دغه هېواد کې د خپل یو کلن ماموریت راپور تېره ورځ ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ناستې ته وړاندې کړ.
هغه ویلي: : “په خواشینۍ سره راپور ورکوم له شاوخوا یو کال راهیسې چې دا ماموریت پيل شوی د بشري حقونو وضعیت لا پسې خراب شوی دی. افغانان په یوه بشري ناورین کې ایسار دي چې نړۍ یې رسیدګي کې پاتې ښکاري. د ښځو او نجونو د حقونو جدي سرغړونه، د مخالفینو او منتقدینو غچ اخیستونکي ځپل او د طالبانو له خوا د بیان په ازادۍ بندیز د یو استبدادي حاکمیت څرګندويي کوي. دا بحران د دې شورا دوامداره پاملرنې ته اړتیا لري.”
بنیټ وویل، چې د ا.ا مشران باید نړیوالو او افغانانو ته خپلې ژمنې پر ځای کړي او نړۍ هم د افغانستان په وړاندې خپل مسوولیت ادا او پرې نه ږدي چې اوسنی کړکېچن حالت تر دې هم بد شي.
له دې راپور وروسته د افغانستان حکومت په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د م.م راپور یو اړخیز او مغرضانه دی.
د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوېټ پیغامونو کې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: : “د بشر حقوقو په اړه د ملګرو ملتونو د استازي ریچارډ بنېټ راپور مغرضانه او له واقعیتونو څخه لرې دی. هغه په خپل یو راپور کې په افغانستان کې د تېر یو کال په نتیجه کې په سلګونو پرمختګونو باندې سترګې پټې کړي یو څو مشخصو مواردو ته یې په غلط برداشت او ناسمو معلوماتو سره اشاره کړې ده.”
هغه زیاته کړې چې ځینې خاصې کړۍ د ملګرو ملتونو له نامه ناسمه ګټه پورته کوي او په خپلو راپورونو کې لوری پالي چې له همدې امله د بشري حقونو وروستی راپور هم بې طرفانه نه دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس