م.م افغان حکومت له بشری حقونو په سرغړونه تورنوی؛ ا.ا دا راپور مغرضانه او بې بنسټه بولی

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور کې د افغانستان په روان بشری وضعیت نیوکه شوې او تېره یو کلنه دوره یې د بشری حقونو پر وړاندې له سرغړونو ډکه بللې.
ریچارډ بنیټ په دغه هېواد کې د خپل یو کلن ماموریت راپور تېره ورځ ملګرو ملتونو د بشری حقونو د شورا ناستې ته وړاندې کړ.
هغه ویلی: : “په خواشینۍ سره راپور ورکوم له شاوخوا یو کال راهیسې چې دا ماموریت پیل شوی د بشری حقونو وضعیت لا پسې خراب شوی دی. افغانان په یوه بشری ناورین کې ایسار دی چې نړۍ یې رسیدګی کې پاتې ښکاری. د ښځو او نجونو د حقونو جدی سرغړونه، د مخالفینو او منتقدینو غچ اخیستونکی ځپل او د طالبانو له خوا د بیان په ازادۍ بندیز د یو استبدادی حاکمیت څرګندویی کوی. دا بحران د دې شورا دوامداره پاملرنې ته اړتیا لری.”
بنیټ وویل، چې د ا.ا مشران باید نړیوالو او افغانانو ته خپلې ژمنې پر ځای کړی او نړۍ هم د افغانستان په وړاندې خپل مسوولیت ادا او پرې نه ږدی چې اوسنی کړکېچن حالت تر دې هم بد شی.
له دې راپور وروسته د افغانستان حکومت په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د م.م راپور یو اړخیز او مغرضانه دی.
د حکومت مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوېټ پیغامونو کې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلی: : “د بشر حقوقو په اړه د ملګرو ملتونو د استازی ریچارډ بنېټ راپور مغرضانه او له واقعیتونو څخه لرې دی. هغه په خپل یو راپور کې په افغانستان کې د تېر یو کال په نتیجه کې په سلګونو پرمختګونو باندې سترګې پټې کړی یو څو مشخصو مواردو ته یې په غلط برداشت او ناسمو معلوماتو سره اشاره کړې ده.”
هغه زیاته کړې چې ځینې خاصې کړۍ د ملګرو ملتونو له نامه ناسمه ګټه پورته کوی او په خپلو راپورونو کې لوری پالی چې له همدې امله د بشری حقونو وروستی راپور هم بې طرفانه نه دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.