م.م د اشرف غنی نوم د ولسمشرانو له نوملړه لرې کړی

ګهیځ: نن سې شنبه (د کب ۳مه نېټه) ملګرو ملتونو په رسمی توګه د محمد اشرف غنی نوم د ولسمشرانو له نوملړه لرې کړی دی.
د ملګرو ملتونو ادارې دا پرېکړه تازه کړې ده او ورسره جوخت یې د لومړۍ میرمنې په توګه د رولا غنی نوم هم لرې کړی دی.
د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې همدا راز د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د حنیف اتمر نوم هم له خپل نوملړ څخه لرې کړی دی خو په دغه اداره کې د افغانستان د دایمی استازولۍ په اړه یې هېڅ راز ګام نه دی اوچت کړی.
دا ګام وروسته تر هغه اخستل کېږی چې په وروستیو کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پر دایمی استازولۍ ناندرۍ رامنځ ته شوې، خو تر دې دمه نصیر احمد فایق د افغانستان استازیتوب کوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.