م.م له افغانستان سره شوې مرستې کافی نه بولی

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وری ۱۷مه او د اپرېل ۶مه نېټه ده) ملګری ملتونه وایی افغانستان کې اوسنۍ بشر پاله مرستې بسنه نه کوی.
په افغانستان کې د دغې ادارې د پراختیایی پروګرام مشر عبدالله الدردادی ویلی، چې دلته د خلکو د ژغورنې لپاره د دوی پر هوساینه لا ډېر کار ته اړتیا ده.
د نوموړی په وینا تر هغه چې نړیواله ټولنه د افغانانو د ژغورنې او اقتصادی ودې لپاره یو پیاوړی او پراخ پروګرام پیل نه کړی اوسنۍ مرستې به پایله و نه لری او بسنه هم نه کوی.
عبدالله وایی که نړیواله ټولنه په رښتیا غواړی چې په افغانستان کې بشری ننګونې کمې کړی نو د افغانانو د ژوند په ښه کولو کې باید رغنده رول ترسره کړی.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم ویلی و چې په افغانستان کې روان بشری وضعیت بوږنوونکی دی، راټولې شوې مرستې بسنه نه کوی او لا ډېرو مرستو ته اړتیا لیدل کېږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.