ګهیځ: نن دوشنبه (د سلواغې ۲۵مه) د بشری حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومی منشی مرستیال مارټین گریفیټس په ټوېټ پیغامونو کې ویلی چې افغانان له ناوړه اقتصادی وضعیت سره مخ دی.
هغه زیاته کړې، د نړیوالو مسوولیت دی څو ځان ډاډه کړی چې په افغانستان کې اقتصادی سقوط نه رامنځ ته کېږی او د دغه هېواد پانګه د بېوزلۍ او اقتصادی ځوړتیا د مخنیوی لپاره کارول کېږی.
مارټین وایی چې افغانان دمګړۍ د ناوړه اقتصادی وضعیت له امله له سخت حالت سره مخ دی او د ټولو مسوولیت دی چې دغه هېواد له اقتصادی سقوط وژغوری.
تر دې وړاندې ګڼو نورو نړیوالو بنسټونو هم د افغان پانګې د وېشل کېدو په تړاو د بایډن پرېکړه غندلې او د هغې د لغوه کولو غوښتنه یې کړې ده.
خو افغان چارواکی وایی چې د دوی دغه پانګه د بشری مرستو لپاره نه بلکې د پولی ثبات ساتلو لپاره یو ملاتړ دی، چې بې ځایه لګول یې دوی ته د منلو وړ نه دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند وویل: ”دا پیسې د خلکو د کومک لپاره نه دی، نه غواړو چې د افغانستان ارزی ذخایر او پانګه بې ځایه مصرف کړو، ولږه او تنده به تېره کړو، د دې درې نیم ملیارده ډالرو څخه تقریباً دوه میلیارده ډالره یې په ترانسپورټ، معاشاتو او بې ځایه خرچو مصرفېږی”.
یاده دې وی چې ولسمشر جو بایډن دوه ورځې وړاندې د امریکا په بانکونو کې د افغانستان شاوخوا نهه نیم میلیارده ډالرو کنګل شوې پانګې په اړه اجرایوی فرمان صادر کړ.
د دې فرمان له مخې له یادې شتمنۍ به نیمایی برخه افغانستان کې د بشری مرستو لپاره ازاده شی.
گهیځ