م.م په قندهار کې د موندل شوی ډله ییز قبر د بې طرفه څېړنو غوښتنه کړې
کابل/ګهیځ: نن دوشنبه (د تلې/میزان ۴مه نېټه ده) د ملګرو ملتونو د بشری حقونو مدافع بنسټونو د افغانسان د ا.ا څخه غوښتی چې، په قندهار کې د موندل شوی ډله ییز قبر په اړه دې بې پرې څېړنې وکړی.
د راپورونو له مخې یاد سازمان وروسته له هغې دا غوښتنه کوی، چې د ا.ا غړی دا قبر د قندهار لپاره د تېر حکومت د امنیه قوماندان جنرال رازق له خوا وژل شوی دی.
پر خواله رسنیو د دغه ډله ییز قبر ویډیو هم خپره شوې، چې د ګڼو انسانانو د سر کوپړۍ، هډوکی او ډانچې په کې ښکاری.
د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر ریچارډ بنیټ ویلی دی چې د جسدونو پاتې شونی باید په احتیاط سره وساتل شی څو د عدلی او قانونی ډاکټرانو لپاره یې پاتې شوې نښې له منځه لاړې نشی.
گهیځ