ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وږی/سنبلې ۱۶مه او د سپټمبر میاشتې ۷مه نېټه ده) ټاکل شوې د ملګرو ملتونو په ویانا کې د افغان حکومت د مخالفو سیاستوالو غونډه جوړه شی خو ا.ا یې بې ګټې بولی.
د افغانستان د بهرنیو چازو وزیر مولوی امیرخان متقی د دې غونډې ته د خپل وزارت د یو کلنی راپور د وړاندې کولو پر مهال، په غبرګون کې وویل، چې دغه ډول غونډې هېڅ ځای نه نیسی او نه هم کومه ګټه لری.
دغه غونډه د روانې میلادی میاشتې په ۱۵مه جوړېږی او په هغه کې تر ډېره د اوسنی حکومت مخالفین حضور لری.
د رسنیو د راپورونو په اساس دوی به د افغانستان پر روان وضعیت او راتلونکې خبرې وکړی.
احمد مسعود، رحمت الله نبیل، داکټر رنګین دادفر سپنتا او ځینې نورې مشهورې څېرې د دې غونډې ګډونوال دی.
تر اوسه ملګرو ملتونو په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی چې ولې د داسې غونډې کوربه توب کوی، امیرخان متقی په ټینګار سره و ویل، چې دا ډول غونډې دوی ته کوم اهمیت نه لری او نه هم کومه ګټه لری.
گهیځ