م.م یو ځل بیا د نجونو د ښوونځیو د پرانستو غوښتنه کړې

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د وری ۲۱مه او د اپرېل ۱۰مه نېټه ده) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز پرو «ن شنبه» ناوخته د اطلاعاتو کلتور وزارت له سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه سره کتلی دی.
مېرمن لاینز په دې کتنه کې په هېواد کې د نجونو ښوونځیو د خلاصون لپاره د بیړنی اقدام غوښتنه کړې ده.
ملګرو ملتونو پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلی، چې په دې لیدنه کې په هېواد کې د رسنیو پر وروستی حالت او محدودیتونو هم اندېښنه څرګنده شوې ده.
د یادولو وړ ده چې لاهم په هېواد کې تر شپږم ټولګی پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانستو پرېکړه نه ده شوې.
اسلامی امارت بیا وایی، ډېر ژر به تر شپږم ټولګی پورته د نجونو د ښوونځیو پرانېستو په طرحه نهایی شی.
تر دې وړاندې د امریکا په ګډون ډېری اروپایی او نورو هېوادونو په افغانستان کې د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو پر خلاصون ټینګار کړی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.