ناروې: نړۍ دې په اوسنیو سختو شرایطو کې افغانان یوازې نه پرېږدی

ناروې د نړۍ پر شتمنو هېوادونو غږ کړی دی چې د نقدی مرستو په برابرولو سره دې په روانو سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړی.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې هنیکن هیوتفلت ویلی، دوی له اړمنو افغانانو سره ۲۳ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړې ده او چمتو دی چې د راتلونکی ژمی تر را رسېدو مخکې یې دغه هېواد ته ورکړی.  نوموړې ویلی چې دا نقدی مرسته به پر اړمنو افغانانو ووېشل شی څو راتلونکی سخت ژمی تر یوه بریده په اسانۍ تېر کړی.

هغې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه دې هم په اوسنیو سختو شرایطو کې افغانان یوازې نه پرېږدی او ژر تر ژره دې له دغو جګړه ځپلو وګړو ته دې د مرستې لاس ورکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالو بنسټونو په وار وار سږنی ژمی د افغانانو لپاره سخت اټکل کړی او وایی چې که مرسته ورسره ونشی، بشری ناورین به رامنځ ته شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.