معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ناروې کمېټه په لسو ولایتونو کې لس سړې خونې او دوه چېک ډیمونه جوړوي

ناروې کمېټه په لسو ولایتونو کې لس سړې خونې او دوه چېک ډیمونه جوړوي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۳  نېټه):

د راپورونو له مخې په افغانستان کې د ناروې کمېټې مسوولینو ویلي، چې د کرنې په سکتور کې یې خپلې نوې پروژې د همغږۍ په موخه د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال صدراعظم عثماني ته وړاندې کړي دي.

د راپور پر بنسټ، د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ له مرستیال سره د لیدنې پر مهال د یادې کمېټې مسوولینو د کرنې په برخه کې د خپلو نویو پروژو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړي او زیاته کړې یې ده، چې دوی د هېواد په لسو ولایتونو کې دوه چکډمونه او لس سړې خونې جوړوي.

دا پروژه د خوړو خوندیتوب، د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو او د حرفوي زده کړو د برابرولو په موخه د ناروې د کمېټې له لارې پلي کیږي.

د دغو پروژو په پلي کېدو سره به شاوخوا ۵۰ زره کسان په مستقیمه توګه او ۱۵۰ زره کروندګر به په غیر مستقیمه توګه ګټه پورته کړي او همدارنګه د دې پروژو په پلي کېدو سره به پر ۳ زره بزګرانو کرنیز تخمونه هم ووېشل شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس