ناروې کمېټه په لسو ولایتونو کې لس سړې خونې او دوه چېک ډیمونه جوړوی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۳  نېټه):

د راپورونو له مخې په افغانستان کې د ناروې کمېټې مسوولینو ویلی، چې د کرنې په سکتور کې یې خپلې نوې پروژې د همغږۍ په موخه د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال صدراعظم عثمانی ته وړاندې کړی دی.

د راپور پر بنسټ، د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ له مرستیال سره د لیدنې پر مهال د یادې کمېټې مسوولینو د کرنې په برخه کې د خپلو نویو پروژو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړی او زیاته کړې یې ده، چې دوی د هېواد په لسو ولایتونو کې دوه چکډمونه او لس سړې خونې جوړوی.

دا پروژه د خوړو خوندیتوب، د طبیعی پېښو د خطرونو د کمولو او د حرفوی زده کړو د برابرولو په موخه د ناروې د کمېټې له لارې پلی کیږی.

د دغو پروژو په پلی کېدو سره به شاوخوا ۵۰ زره کسان په مستقیمه توګه او ۱۵۰ زره کروندګر به په غیر مستقیمه توګه ګټه پورته کړی او همدارنګه د دې پروژو په پلی کېدو سره به پر ۳ زره بزګرانو کرنیز تخمونه هم ووېشل شی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.