معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ناټو د افغان ځواکونو بودیجه اوکراین ته ورکوي:

ناټو د افغان ځواکونو بودیجه اوکراین ته ورکوي:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۱۷):
پوليټيکو خپرونې د دوو سرچينو په حواله خبر ورکړی چې ناټو غواړي د افغانستان پخوانيو امنيتي ځواکونو ته بېله کړې بودجه اوکراين ته ورکړي.
دوی وایي، د افغانستان له پخوانيو امنيتي ځواکونو د ناټو د ملاتړ په صندوق کې ۳.۴ ميليارده ډالره پاتې دي چې اوس يې اوکراين ته د ورکولو پرېکړه شوې ده.
سرچينو ويلي چې ناټو دا پرېکړه د کيېف د غوښتنې پر بنسټ کړې ده.
په راپور کې راغلي چې د ناټو د ملاتړ په صندوق کې موجودې پيسې د روسيې د برید پر وړاندې د اوکراين د دفاع لپاره کافي نه دي، خو هيله کيږي چې په را روان ژمي کې به د اوکرايني پوځ اړتياوې تر يوه بريده پوره کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس