کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۱۷):
پولیټیکو خپرونې د دوو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې ناټو غواړی د افغانستان پخوانیو امنیتی ځواکونو ته بېله کړې بودجه اوکراین ته ورکړی.
دوی وایی، د افغانستان له پخوانیو امنیتی ځواکونو د ناټو د ملاتړ په صندوق کې ۳.۴ میلیارده ډالره پاتې دی چې اوس یې اوکراین ته د ورکولو پرېکړه شوې ده.
سرچینو ویلی چې ناټو دا پرېکړه د کیېف د غوښتنې پر بنسټ کړې ده.
په راپور کې راغلی چې د ناټو د ملاتړ په صندوق کې موجودې پیسې د روسیې د برید پر وړاندې د اوکراین د دفاع لپاره کافی نه دی، خو هیله کیږی چې په را روان ژمی کې به د اوکراینی پوځ اړتیاوې تر یوه بریده پوره کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ