ناټو غونډه کې پر نورو مسایلو برسېره د افغانستان په تړاو هم بحث کېږی

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به نن په غونډه کې د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړی.

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۹مه) د ناټو په دوه ورځنۍ غونډه کې، چې د لتویا په پلازمېنه ریګا کې جوړیږی، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټونی بلېنکن هم ګډون کوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلی چې بلېنکن تېره شپه د ریګا په لور سفر پیل کړی دی.

د ناټو سرمنشی ینس سټولټنبرګ څرګنده کړې چې په افغانستان کې د پخوانی حکومت او د دې هېواد د وسله والو ځواکونو د تس و نس کېدو په اړه یې یوه هر اړخیزه څېړنه پیل کړې ترڅو له درسونو یې دا تړون په راتلونکې کې کار واخلی.

د ناټو ماموریت په افغانستان کې له ۲۰۱۴ میلادی کال وروسته د افغان ځواکونو پر رزونې، ملاتړ او هغوی ته په سلا او مشوره ورکولو ورټول و، چې د روان کال د اګسټ په ۳۱مه نېټه پای ته ورسېد.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.