کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۸ نېټه):
د راپورونو له مخې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلی، د تېرې یوې میاشت پرمهال له جګړو څخه د پاتې ناچاودو توکو د چاودنې له امله ۳۰ کسان وژل شوی دی.
د دوی په خبره د وژل شویو ډېری برخه ماشومان تشکیلوی.
د دغه وزارت مسوولین زیاتوی، چې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله د وژل شویو ډېری پېښې په بدخشان، پروان، غزنی او فاریاب ولایتونو کې رامنځته شوې دی.
د راپورونو له مخې یوازې د تېرې یوې اوونۍ پر مهال بدخشان، غزنی او پروان کې له جګړو څخه د پاتې شویو ماینونو چاودنې له امله اته ماشومان وژل شوی دی.
ډېری ولسی وګړو په دغه برخه کې له فعالو موسسو او مسوولینو غوښتنه کړې، چې د ناچاودو توکو د پېژنې او ترې د ځان ساتنې لپاره لرې پرتو سیمو او بانډو کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړی، چې راتلونکی کې د دغه ډول پېښو د رامنځته کېدو کچه کمه شی.
له څو لسیزو راهیسې د جګړو له امله ډېری ناچاودو توکو ملکی افغان معلول او یا وژلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ