نایجیریا کې د تېلو ټانکر چاودنې له امله ۴۸ تنو ژوند وبایله

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د نایجیریا د شمال مرکزی برخه کې د تېلو د یو ټانکر په چاودنه کې ۴۸ تنو ژوند بایللی دی.

د نایجیریا د ملی اضطراری ادارې مسوولینو ویلی، چې پېښه د نایجر په ایالت کې هغه وخت وشوه چې د تېلو ټانکر د یو بل موټر سره وجنګېد.

چارواکو ویلی، د تېلو موټر د یوې لارۍ سره جنګېدلی چې حیوانات هم په کې بار وو.

په دې پېښه کې ګڼ شمېر نورو موټرو ته هم زیان رسېدلی، چې د پېښې پر وخت په سیمه کې موجود وو.

سیمه ییزو رسنیو ویلی چې دوو نورو موټرو هم په ټکر کې اور اخیستی و.

د نایجیریا د ملی اضطراری ادارې ویاند حسین ابراهیم رسنیو ته ویلی، چې په دې پېښه کې تر دا مهاله د ۴۸ تنو مړی موندل شوی، خو لا هم مسوولین د ټکر سیمې په پاکولو باندې بوخت دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.