نایجیر کې پر ولسمشر کودتاه وشوه

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۵ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د نایجیر پوځ د دغه هېواد په ملی تلوېزیون کې اعلان وکړ، چې حکومت یې نسکور او د هېواد واک یې ترلاسه کړی دی.
د دغو رسنیو له قوله د نایجیر د پوځ یو لوړ پوړی مشر امادو عبدرامین په یوه تلوېزیونی بیان کې ویلی، چې امنیتی او دفاعی ځواکونو پرېکړه وکړه، چې د ولسمشر بازوم رژیم ته د پای ټکی کېږدی.
نوموړی ویلی، چې هېواد کې د ټولو موسسو کارونه ځنډول شوی، سرحدونه تړل شوی او تګ – راتګ بند شوی دی.
د سیمې د ځینو هېوادونو مشرانو د ولسمشر بازوم د پرېښودو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو عمومی‌ منشی انتونی ګوتېرش ویلی، چې له ولسمشر بازوم سره غږېدلی او د هغه ننګه کوی.
بازوم دوه کاله مخکې د واک له سوله ییز انتقال وروسته د هېواد مشری ترلاسه کړه.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.