ګهیځ: نن دوشنبه (د سلواغې ۴مه) د افغانستان د ملی امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل ادعا کړې، چې د رییس الوزارء مرستیال مولوی عبدالغنی برادر او د دفاع سرپرست وزیر مولوی محمد یعقوب روسیې ته په یو پټ سفر تللی وو.
هغه بېګاه پر خپله ټویټر پاڼه د نامعلومو سرچینو له قوله لیکلی چې روسیې ته د افغان چارواکو سفر اسلو ته د امیر خان متقی له سفر سره هم مهاله و.
نبیل ویلی مولوی برادر لا هم په روسیه کې دی خو په دې اړه یې نور جزیات نه دی ورکړی.
اسلامی امارت تر اوسه د نبیل د څرګندونو په اړه کوم څه نه دی ویلی.
گهیځ