کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۲ مه نېټه)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې رسمی سرچینې ګهیځ نیوز ته تایید کړې، چې نجیبالله شیرخان د ناروې په پلازمېنه اسلو کې د افغانستان د سفارت د سکرتر اول په توګه ټاکل شوی دی.
د دوی په وینا له دې ټاکنې موخه د ډیپلوماتیکو چارو لا ښه تنظیم، د سفارت فعالیتونو پیاوړتیا او د افغانستان او ناروې ترمنځ د اړیکو لا پراخول دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه د نوموړی د دندې د لا نورو جزییاتو په اړه څه نه دی ویلی، خو تمه کیږی چې د نوی سکرتر اول له ټاکل کېدو سره به د یاد سفارت چارې لا منسجمې شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ