کابل/ګهیځ/د تلې ۹مه او د نوامبر لومړۍ.
د لبنان لومړی وزیر د دغه هېواد د ولسمشر څرګندونو ته په ځواب کې ویلی، چې د حکومت مستعفی اعلانول کوم قانونی اساس نه لری.
د لبنان د چارو د پرمختګ لومړی وزیر نجیب میقاتی د دغه هېواد د ولسمشر میشل عون لخوا د لبنانی حکومت د استعفا اعلانولو په تړاو لاسلیک شوی فرمان رد کړ او دا یې غیر قانونی چاره وبلله.
هغه زیاته کړه، چې حکومت به د اساسی قانون پر بناء د سرپرستۍ په ګډون خپلو ټول کارونه پر مخ وړی.
میقاتی دغه راز څرګنده کړه، چې د یوه داسې حکومت د استعفا د منلو پرېکړه، چې له دې وړاندې یې د اساسی قانون له حکمونو سره سم استعفا کړې وی، هېڅ قانونی ارزښت او مشروعیت نه لری.
دا په داسې حال کې ده، چې د لبنان ولسمشر میشل عون د ولسمشرۍ ماموریت د پای ته رسېدو په وروستۍ ورځ (یکشنبه د اکټوبر۳۰مه) د دغه حکومت د استعفا پرېکړه ومنله.
هغه ویلی، له خپلو واکونو په استفادې یې د استازو جرګې ته یو لیک لیکلی او د حکومت د استعفا فرمان یې لاسلیک کړی دی.
د لبنان ولسمشر تېره ورځ د بیروت په ختیځ بعبدا ماڼۍ کې خپل ماموریت ته د پای تکی کېښود او د ولسمشرۍ له کارکوونکو سره یې له مخه ښې وروسته ماڼۍ پرېښوده.
هغه د پنجشنبې په ورځ وویل چې د حکومت جوړېدل ناشونی ښکاری او د نجیب میقاتی د کابینې د استعفا منل د اساسی قانون خلاف کار نه دی او دا امکان لا هم شته.
گهیځ