کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۱سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې هندي رسنیو راپور ورکړی، چې نرېندرا مودي د درېیم ځل لپاره د هند د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه.
په دغه غونډه کې مودي له خپل ولس سره ژمنه کړې، چې د ټولو خدمت به کوي.
نرېندرا مودي ونه شو کولای چې د هند په ټولټاکنو کې د دې هېواد د پارلمان اکثریت څوکۍ ترلاسه کړي او په همدې موخه یې ایتلافي حکومت جوړ کړی، چې تر راتلونکو پنځو کلونو به یې لومړی وزیر وي.
د خبر پر بنسټ، نرېندرا مودې هند کې دوهم کس شو، چې درې دورې په واک کې پاتې کیږي.
وړاندې تر دې جواهر لعل نهرو هم درې دورې د هند لومړی وزیر په توګه پاتې شوی و.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/