کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۱سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې هندی رسنیو راپور ورکړی، چې نرېندرا مودی د درېیم ځل لپاره د هند د لومړی وزیر په توګه لوړه وکړه.
په دغه غونډه کې مودی له خپل ولس سره ژمنه کړې، چې د ټولو خدمت به کوی.
نرېندرا مودی ونه شو کولای چې د هند په ټولټاکنو کې د دې هېواد د پارلمان اکثریت څوکۍ ترلاسه کړی او په همدې موخه یې ایتلافی حکومت جوړ کړی، چې تر راتلونکو پنځو کلونو به یې لومړی وزیر وی.
د خبر پر بنسټ، نرېندرا مودې هند کې دوهم کس شو، چې درې دورې په واک کې پاتې کیږی.
وړاندې تر دې جواهر لعل نهرو هم درې دورې د هند لومړی وزیر په توګه پاتې شوی و.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ