معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار او کندهار کې د کوکنارو بديل کښتونه حاصلاتو ته رسېدلي

ننګرهار او کندهار کې د کوکنارو بديل کښتونه حاصلاتو ته رسېدلي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې هغه نیالګي او اصلاح شوي تخمونه، چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ بزګرو ته د کوکنارو د بديل کښت په نوم ورکړل شوي و، تر دریو کالو وروسته حاصلاتو ته رسېدلي دي.
د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې د ننګرهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ستروس باغونو جوړولو پروژه پيل کړه. دا باغونه يې په هغو ځمکو کې جوړ کړل چې پخوا کوکنار په‌ کې کرل کېدل.
د خبر له مخې اوس د دريو کالو په تېرېدو سره دا باغونه حاصلاتو ته رسېدلي او باغوانان يې له حاصلاتو څخه خوښ دي.
ننګرهار د افغانستان له هغو ګرمسېرو یا تودو ولایتونو څخه دی، چې زارعتي ځمکې يې د ستروس د باغونو لپاره ډېرې مناسبې دي او په وروستیو کلونو کې يې د مالټو، نارنجو او ليمو صادرات هم درلودل.
بل لور بیا کندهار ولایت کې هم بزګران د خپلو زراعتي حاصلاتو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
دغه کښتونه په داسې مهال حاصلاتو ته رسېدلي، چې د سرپرست افغان حکومت له لوري هېواد کې په لسګونه زره جریبه ځمکه باندې کرل شوي کوکنار له منځه یوړل شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس