کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې هغه نیالګی او اصلاح شوی تخمونه، چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ بزګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت په نوم ورکړل شوی و، تر دریو کالو وروسته حاصلاتو ته رسېدلی دی.
د ملګرو ملتونو له نشه یی موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې د ننګرهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ستروس باغونو جوړولو پروژه پیل کړه. دا باغونه یې په هغو ځمکو کې جوړ کړل چې پخوا کوکنار په کې کرل کېدل.
د خبر له مخې اوس د دریو کالو په تېرېدو سره دا باغونه حاصلاتو ته رسېدلی او باغوانان یې له حاصلاتو څخه خوښ دی.
ننګرهار د افغانستان له هغو ګرمسېرو یا تودو ولایتونو څخه دی، چې زارعتی ځمکې یې د ستروس د باغونو لپاره ډېرې مناسبې دی او په وروستیو کلونو کې یې د مالټو، نارنجو او لیمو صادرات هم درلودل.
بل لور بیا کندهار ولایت کې هم بزګران د خپلو زراعتی حاصلاتو په اړه خوښی څرګنده کړې ده.
دغه کښتونه په داسې مهال حاصلاتو ته رسېدلی، چې د سرپرست افغان حکومت له لوری هېواد کې په لسګونه زره جریبه ځمکه باندې کرل شوی کوکنار له منځه یوړل شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ