کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۰ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت د پوهنې ریاست د سواد زده کړې برنامې اړوند یو ښوونځى ننګرهار محبس کې شتون لری، چې د زده کوونکو تعداد یې تر ۱۸۰ تنو رسېږی.
د خبر له مخې یاد محبس کې سږ کال ۴ نور نوی ټولګی هم جوړ شوی، چې په کې بندیانو ته د سواد زده کړې درس ورکول کیږی.
د ننګرهار پوهنې ریاست د سواد زده کړې برنامې آمر او ورسره مل پلاوی تېره ورځ ننګرهار محبس کې له دغو ټولګیو لیدنه وکړه.
د خبر له مخې دغه لیدنه کې تللی پلاوی د زده کوونکو او ښوونکو ستونزې له نږدې واورېدلې او د حل ډاډ یې ورکړ.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ