کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار والی حاجی ملا محمد نعیم اخند مسوولینو ته د یوې ځانګړې ناستې په ترڅ کې امر کړی، چې په پاتې محدودو سیمو کې هم د راکړې – ورکړې پرمهال د پاکستانۍ کلدارۍ د کارونې مخنیوی وکړی او افغانۍ په بشپړ ډول ترویج کړی.
نوموړی ویلی، شینوار، سپین غر، اچین، لعلپوره، مومنددره، نازیان او دوربابا هغه ولسوالۍ دی، چې د کلدارو چلند په کې محدود شته، چې باید په بشپړ ډول یې مخنیوی وشی او ټوله راکړه – ورکړه په افغانیو ترسره شی.
ننګرهار والی د ولایت مرستیال مولوی عزیزالله مصطفی، د افغانستان بانک، صنعت او سوداګرۍ، جلال آباد ښاروالۍ، کانونو چارو، اطلاعاتو او کلتور، امنیې قوماندانۍ او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ادارو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې په یادو ولسوالیو کې د کلدارو مخنیوی او افغانیو بشپړ ترویج په موخه بېړنی اقدامات ترسره کړی.
هغه دغه راز د یادو ادارو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې اصنافو، سوداګرو، قومی مخورو او علمای کرامو سره عاجلې ناستې جوړې او د کالدارو مخنیوی په برخه کې عملی اقدامات ترسره کړی.
ننګرهار والی دغه راز د قیمتی ډبرو د قاچاق مخنیوی په موخه د ځانګړی ځای او مارکېټ په تنظیمولو هم سپارښتنې وکړې، چې مسوولینو په یادو برخو کې د مؤثرو اقداماتو ډاډ ورکړ.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ