ننګرهار ولایت کې حج فریضې ته تلونکو حجاجو د لارښوونې لپاره معلمینو څخه د آزموینې اخیستو پروسه پیل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۴ نېټه):
د راپورونو له مخې د دغه ولایت په حج اوقافو ریاست کې حج فریضې ته د تلونکو حاجیانو لپاره د لا ښې لارښوونې په موخه له معلمینو څخه د آزموینې اخیستو پروسه رسما پیل شوه، چې یاده پروسه کې د لا شفافیت او روڼتیا لپاره د ننګرهار ولایت د حج اوقافو رییس او نورو مسوولینو سربېره د ننګرهار ولایت د مالی او اداری چارو رییس هم برخه اخیستې وه.
د ننګرهار د حج او اوقافو رییس دغه مراسمو کې وویل چې سږ کال دغه ولایت کې د حجاجو د لارښوونې او خدماتو لپاره ۵۸۸ معلمینو نوملیکنه کړې، چې له یادې جملې به ۲۷ تنه آزموینه کې بریالی کسان د معلمینو په حېث د حجاجو خدمت او ښې لارښوونې ته لاره پیدا کړی.
د حج اوقافو رییس زیاته کړه، چې سږ کال ننګرهار ولایت ته ۱۲۳۹ تنه سهم ورکړل شوی، چې د حج فریضې لپاره به د تلو لار پیدا کوی. له دغې جملې ۱۰۰۲ تنه عام حجاج، ۲۱۰ تنه د اوسنی نظام کسان او ۲۷ تنه معلمین حضور ولری.
د نوموړی په وینا حج ته د تلونکو حجاجو ثبت نام پروسه تېر کال ترسره شوې وه، چې په کې څه دپاسه ۴ زره کسانو ثبت نام کړی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.