معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار ولایت کې ۲۴ منځنیو او کوچنیو شیدو پروسېس کوونکو ته روزنه او وسایل ورکړل شول

ننګرهار ولایت کې ۲۴ منځنیو او کوچنیو شیدو پروسېس کوونکو ته روزنه او وسایل ورکړل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۲ نېټه):
د راپورونو له مخې دغه ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د افغانستان د مالدارۍ د ځنځیروي ارزښت پروژې (AVC-Livestock) له لوري ۲۴ تنه منځنیو او کوچنیو شیدو پروسېس کوونکو ته د دوه ورځنۍ روزنې وروسته د لبنیاتو د پروسېس وسایل ورکړل شول.
د خبر له مخې دغو مراسمو کې د کرنې ریاست استازي وویل، چې دغه روزنیز پروګرام کې د ننګرهار ولایت له مختلفو ولسوالیو څخه ۲۴ تنو د شیدو پروسېس کوونکو ګډون کړي و، چې نوموړو ګډونوالو ته د شيدو د پروسېس نوي مهارتونه، له شيدو څخه ډول_ډول پنير او نور لبني موادو جوړولو، مارکېټ ته د عرضه کولو او حفظ الصحې په برخه کې زده کړې ورکړل شوې، چې په وروستۍ ورځ یې ګډونوالو ته د شيدو د پروسېس، ذخیره کولو، کېفيت معلومولو او مارکېټ ته د صحي لبنياتو د آماده کولو په برخه کې اړین وسایل هم ووېشل شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس