ننګرهار ولایت کې ۲۴ منځنیو او کوچنیو شیدو پروسېس کوونکو ته روزنه او وسایل ورکړل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۲ نېټه):
د راپورونو له مخې دغه ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د افغانستان د مالدارۍ د ځنځیروی ارزښت پروژې (AVC-Livestock) له لوری ۲۴ تنه منځنیو او کوچنیو شیدو پروسېس کوونکو ته د دوه ورځنۍ روزنې وروسته د لبنیاتو د پروسېس وسایل ورکړل شول.
د خبر له مخې دغو مراسمو کې د کرنې ریاست استازی وویل، چې دغه روزنیز پروګرام کې د ننګرهار ولایت له مختلفو ولسوالیو څخه ۲۴ تنو د شیدو پروسېس کوونکو ګډون کړی و، چې نوموړو ګډونوالو ته د شیدو د پروسېس نوی مهارتونه، له شیدو څخه ډول_ډول پنیر او نور لبنی موادو جوړولو، مارکېټ ته د عرضه کولو او حفظ الصحې په برخه کې زده کړې ورکړل شوې، چې په وروستۍ ورځ یې ګډونوالو ته د شیدو د پروسېس، ذخیره کولو، کېفیت معلومولو او مارکېټ ته د صحی لبنیاتو د آماده کولو په برخه کې اړین وسایل هم ووېشل شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.