معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار پوهنتون له طب پوهنځي ۱۰۵ تنه محصلین فارغ شول

ننګرهار پوهنتون له طب پوهنځي ۱۰۵ تنه محصلین فارغ شول

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۶ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي څخه ۵۶ تحصیلي دوره کې ۱۰۵ تنه محصلین د معالجوي طب په برخه کې فارغ کړل.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د خصوصي او دولتي پوهنتونو استادانو سربېره ځایي ملکي او نظامي مسوولينو هم ګډون کړی و.
د ننګرهار پوهنتون ریيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال خپلو خبرو کې خوښي څرګنده کړه، چې د هېواد د صحت په برخه کې یې د خدمت لپاره ۱۰۵ تنه نور روزلي داکټران ټولنې د خدمت لپاره وړاندې کړل.
همدا راز د طب پوهنځي رییس پوهنوال ډاکټر محمد عظیم عظیمي په فارغو ډاکټرانو غږ وکړ، چې شوې زده کړې به وروستۍ نه ګڼي او د تخصص لپاره به لا نورو زده کړو ته دوام ورکړي، تر څو په وینا یې علمي کچه لوړه او ولس لپاره په ښه توګه خدمت تر سره کړي.
د یادونې وړ ده، چې ننګرهار طب پوهنځی په ۱۳۴۲ لمریز کال کې تاسیس او تر اوسه يې ۴ زره ۶۰۵ تنه معالجوي برخې ډاکټران ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس