کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۶ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ننګرهار پوهنتون طب پوهنځی څخه ۵۶ تحصیلی دوره کې ۱۰۵ تنه محصلین د معالجوی طب په برخه کې فارغ کړل.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د خصوصی او دولتی پوهنتونو استادانو سربېره ځایی ملکی او نظامی مسوولینو هم ګډون کړی و.
د ننګرهار پوهنتون رییس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال خپلو خبرو کې خوښی څرګنده کړه، چې د هېواد د صحت په برخه کې یې د خدمت لپاره ۱۰۵ تنه نور روزلی داکټران ټولنې د خدمت لپاره وړاندې کړل.
همدا راز د طب پوهنځی رییس پوهنوال ډاکټر محمد عظیم عظیمی په فارغو ډاکټرانو غږ وکړ، چې شوې زده کړې به وروستۍ نه ګڼی او د تخصص لپاره به لا نورو زده کړو ته دوام ورکړی، تر څو په وینا یې علمی کچه لوړه او ولس لپاره په ښه توګه خدمت تر سره کړی.
د یادونې وړ ده، چې ننګرهار طب پوهنځی په ۱۳۴۲ لمریز کال کې تاسیس او تر اوسه یې ۴ زره ۶۰۵ تنه معالجوی برخې ډاکټران ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ