کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ننګرهار پوهنتون کې د لومړی ځل لپاره د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه علمی څېړنیز مرکز د جوړېدو پرانېسته وشوه.
په دغې پرانېست غونډه کې چې د ننګرهار ولایت یو شمېر چارواکو هم برخه اخیستې وه، د پوهنتون مشرتابه او مسوولینو خوښی څرګنده کړه، چې د دې مرکز په جوړېدو سره به د څېړنې په برخه کې د زده کړیالانو ستونزې تر ډېره بریده هوارې شی.
د ننګرهار پوهنتون د مسوولینو په وینا د علمی څېړنیز مرکز د نشتون له امله زده کړیالان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی، چې د دې مرکز په جوړېدو سره به د ساینسی او زراعت برخو زده کړیالان له دغو ستونزو خلاص او خپلې څېړنې به په اسانۍ سره په کې ترسره کړی.
د څېړنیز مرکز لپاره دغه ودانۍ پر ۳۰۰ متره مربع ځمکه باندې د ځمکتل درلودو سربېره په درې پوړونو کې جوړیږی.
د دغې علمی مرکز د جوړېدو لګښت د شهید افسر خان کورنۍ لخوا ورکول کیږی.
د شهید افسر خان کورنۍ مشر حاجی باز محمد افسرزی ویلی، په ۱۵ میلیونه افغانۍ باندې د ودانۍ تر جوړېدو وروسته به نورې ۵ میلیونه افغانۍ د څېړنیز مرکز په اړینو وسایلو هم مصرف کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ