کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د کانال ریاست مسوولینو ویلی، چې د اټکل له مخې په ۱۴۰۲ هـ ل کال کې د دغه ریاست د مالدارۍ له فارمونو د شیدو کچه ۸۸ زره ۱۶۸ لیټرو ته رسېده.
د مسوولینو په وینا د شیدو اندازې د لوړ اټکل علت د ننګرهار وادی کرنیز شرکت له لوری د مالدارۍ فارم ۲۷۲ څارویو ته د خوراک او تقویتی برخې لپاره د لوازمو او امکاناتو پام کې نیول دی.
اوس مهال هره ورځ د دغه فارم ۴۵سره غواګانې شاوخوا ۴۵۰ لیټره شېد ې ورکوی.
د ننګرهار کانال شرکت رییس، مولوی غلام الرحمن کظیم ویلی، د مالدارۍ د پیاوړتیا لپاره یې نوې هڅې پیل کړی، چې له مخې به یې تازه او کورنی لبنیاتو برخه کې د ځان بساینې لپاره هلې – ځلې نورې هم چټکې شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ