کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۱مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د یاد کانال پر ځمکې د غیر مسووله اشخاصو ۱۱ کورونه د هډې فارم آمریت اړوند حفاظې سیمه کې د دوه نیمو لسیزو راهیسی جوړ شوی وو.
خبر زیاتوی چې د یادو کورونو له ډلې پنځه کورونه یې وران شول، شپږ کورونه یې څو ورځې وړاندې وران شوی او پاتې لس کورونه به یې هم په نږدې ورځو کې له منځه یوړل شی.
د ننګرهار کانال شرکت مطبوعاتی مسوولینو زیاته کړې، د حفاظې په نوم دغه ساحه د کانال د جوړېدو سره جوړه شوې وه، چې په کې د نباتی امراضو او افاتو ضد درمل ساتل کېده.
د کانال شرکت مسوولینو په وینا، د کانال په هر فارم او هر ځای کې چې غیر قانونی کورونه جوړ وی، ټولو ته یې وړاندې څخه له بېلابېلو لارو خبرتیاوې ورکړی، چې د کانال یادې ځمکې پرېږدی.
دوی وایی، هغوی چې پرې کورونه ابادې کړی، د پلان سره سم به یې کورونه ړنګ او یادې ساحې به ترې پاکې شی.
د تېر یو کال راهسې د ننګرهار کانال شرکت ۱۵ سوه جریبه خپله ځمکه له غصبه بېرته راګرځولې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ