معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې امنیتي ارګانونو د تصفیې لړۍ دوام لري

ننګرهار کې امنیتي ارګانونو د تصفیې لړۍ دوام لري

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۴ نېټه):
د راپورونو له مخې تېره ورځ جلال آباد ښار د امنیتي ارګانونو تصفیې کمېسیون مشر د ۲۰۱خالد بن ولید قول اردو، د عبدالله بن مسعود رض درېیمې پلې لېوا کې یو سترې غوندې ته د امنیتي ارګانونو د تصفیې په اړه د سرپرست افغان حکومت د امیر فرمان ولوست.
د یاد فرمان له مخې د پنځو صفاتو لرونکي کسان په امنیتي ارګانونو کې خپلې دندې مخته وړلی شي.
دغو صفاتو کې لومړی له واک نیونې وړاندې د دوی په صف کې پاتې شوي کسان، دوهم چریکي برید کوونکي، درېیم نفوذي اشخاص، څلورم د تېر حکومت صف ته لېږل شوي یا د هغوی له صف څخه د جمهوریت پرمهال بیل شوي، خو وروسته یې درې کاله د دوی په صف کې جګړه کړې وي او پنځم بیا د دوی د هغه سرتیري کورنۍ غړي چې خپله یې ژوند د اوسني نظام په دفاع کې له لاسه ورکړی وي.
مسوولین وایي، بیا یې د کورنۍ نږدې خپلوان، لکه زوی، ورور یا پلار چې د ښه صورت او سیرت درلودونکی او تاییدي یې د ډلګۍ مشرانو له لوري شوې وي، کولی شي چې امنیتي صفوفو کې خپلې چارې مخته یوسي.
د تصفیې د کمېسیون مشر ټینګار وکړ، چې دا امر به ډېر ژر د ننګرهار ولایت په ټولو امنیتي ارګانونو کې تطبیق او پلی شي.
د ننګرهار د امنیتي ارګانونو د تصفیې مشر ویلي، چې د کورنیو چارو وزارت اړوند د امنیې قوماندانۍ په ټولو جزتامو کې تصفیه په چټکۍ سره روانه ده او په هرې ولسوالۍ کې پنځه کسیز ګډ کمېسیون هم جوړ شوی، تر څو په ولسوالیو کې یاده چاره مخته یوسي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس