ننګرهار کې امنیتی ارګانونو د تصفیې لړۍ دوام لری

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۴ نېټه):
د راپورونو له مخې تېره ورځ جلال آباد ښار د امنیتی ارګانونو تصفیې کمېسیون مشر د ۲۰۱خالد بن ولید قول اردو، د عبدالله بن مسعود رض درېیمې پلې لېوا کې یو سترې غوندې ته د امنیتی ارګانونو د تصفیې په اړه د سرپرست افغان حکومت د امیر فرمان ولوست.
د یاد فرمان له مخې د پنځو صفاتو لرونکی کسان په امنیتی ارګانونو کې خپلې دندې مخته وړلی شی.
دغو صفاتو کې لومړی له واک نیونې وړاندې د دوی په صف کې پاتې شوی کسان، دوهم چریکی برید کوونکی، درېیم نفوذی اشخاص، څلورم د تېر حکومت صف ته لېږل شوی یا د هغوی له صف څخه د جمهوریت پرمهال بیل شوی، خو وروسته یې درې کاله د دوی په صف کې جګړه کړې وی او پنځم بیا د دوی د هغه سرتیری کورنۍ غړی چې خپله یې ژوند د اوسنی نظام په دفاع کې له لاسه ورکړی وی.
مسوولین وایی، بیا یې د کورنۍ نږدې خپلوان، لکه زوی، ورور یا پلار چې د ښه صورت او سیرت درلودونکی او تاییدی یې د ډلګۍ مشرانو له لوری شوې وی، کولی شی چې امنیتی صفوفو کې خپلې چارې مخته یوسی.
د تصفیې د کمېسیون مشر ټینګار وکړ، چې دا امر به ډېر ژر د ننګرهار ولایت په ټولو امنیتی ارګانونو کې تطبیق او پلی شی.
د ننګرهار د امنیتی ارګانونو د تصفیې مشر ویلی، چې د کورنیو چارو وزارت اړوند د امنیې قوماندانۍ په ټولو جزتامو کې تصفیه په چټکۍ سره روانه ده او په هرې ولسوالۍ کې پنځه کسیز ګډ کمېسیون هم جوړ شوی، تر څو په ولسوالیو کې یاده چاره مخته یوسی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.