ننګرهار کې به سږ کال د کانال په ځمکو د لرل شویو غنمو د حاصلاتو کچه لوړه وی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۶ نېټه):
د کانال ریاست د اطلاعاتو له مخې د ننګرهار کانال په ۲۲ زره ۲۹۲ جریبه ځمکه کې په حرفوی ډول غنم لرل شوی، چې د اوبه خور سیستم رغونې، د کیمیاوی سرو، او ماشین آلاتو برابرول او یو شمېر نور هغه مهم او اساسی ټکی دی چې د کانال ریاست د مسوولینو په وینا د غنمو د حاصلاتو په لوړوالی کې به مهم رول ولوبوی.
مسوولین زیاتوی، چې اوسمهال یادو برخو ته د ننګرهار کانال یو شمېر اجاره داران منظم لاس رسې لری، چې له همدې امله دوی له کرل شویو غنمو د ښو حاصلاتو تمه لری.
د دغو حاصلاتو په ښه والی سره به تر ډېره بریده له نورو هېوادونو د غنمو او وړو د راوړلو کچه کمه شی.
د کرنې د برخې د کارپوهانو په باور اوس وخت کې د غنمو حاصلاتو د را ټولولو پرمهال هر کال تر کابو ۳۰ سلنه پورې غنم ضایع کیږی، چې په کار ده د ضایع کېدو مخه یې ونیول شی او د غنمو زېرمې لپاره ګودامونه، پخوانی سیلوګانی فعالې، عصری ژرندې او میلونه د ارزاقاو زېرمه تونونه جوړ شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.