ننګرهار کې به سږ کال له ۵۹ زره هکتاره ځمکو ۱۷۵ زره ټنه غنم ترلاسه شی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۲ مه نېټه)

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولی محسن ویلی، سږ کال په دې ولایت کې ۵۹ زره ۳۹۶ هکتاره ځمکه د غنمو کرلو لپاره ځانګړې شوې، چې له دې ځمکو څخه به ۱۷۵ زره ۳۹۰ متریک ټنه غنم ترلاسه شی.

محسن زیاته کړې، د کرنې ریاست د ۲۲ ولسوالیو له ۴۶ زره ۵۲۱ بزګرانو سره د همکارو موسسو په ملاتړ د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوی سرو مرستې هم کړې، څو بزګران ښه حاصلات تر لاسه کړی.

د کرنې رییس زیاته کړې، موخه یې د بزګرانو لپاره غوره خدمات وړاندې کول دی، څو هغوی وکولای شی په خپلو کروندو کې د کېفیت او کمیت له پلوه ښه غنم تولید کړی.

نوموړی زیاته کړې، د تېرو ۱۱ میاشتو په اوږدو کې یې د ننګرهار اړوند ولسوالیو ۱۲۵ زره ۴۱۰ بزګرانو ته د غله جاتو، مېوه جاتو، سبزیجاتو، صنعتی او تیلی نباتاتو په برخو کې عامه پوهاوی ورکړی او دا چاره به د ترویج مامورینو او مسلکی کارکوونکو له لوری دوام ومومی.

محسن همداراز ویلی، چې د ۱۴۴ زره افغانیو انکشافی بودیجې په مرسته یې ۹ ولسوالیو کې ۲۱ جریبه نمایشی قطعات جوړ کړی، څو بزګران وکولای شی عملی تجربې ترلاسه او د نویو کرنیزو طریقو زده‌ کړه وکړی.

د کرنې او اقتصادی کارپوهانو په باور که د کرنې ریاست دغه هڅې دوام وکړی، نو ننګرهار به ډېر ژر د غنمو تولید له پلوه ځان بسیا، د بزګرانو اقتصادی وضعیت به ښه او دغه ولایت ته به د غنمو واردات کم شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.