کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر پر بنسټ د دغه ولایت په غنی خېلو کې د حقیقت میډیا ګروپ لخوا د الفت په نوم یوې راډیویی رسنۍ رسماً په فعالیت باندې پیل وکړ.
د یادې راډیو پرانیست غونډې ته د ننګرهار اطلاعات او کلتور رییس، د اطلاعاتو امر او د ملی ټلوېزیون د امر ترڅنګ د مخابراتو رییس او نورو یو شمېر مسوولینو برخه لرله.
مسوولینو یاده پرانیست غونډه کې دغې راډیو او ننګرهار ولایت کې ټولو فعالو رسنیو ته د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
د رسنیو استازو بیا د خپلو خبرو په ترڅ کې د مسوولینو څخه د رسنیو فعالیت لپاره د ښۀ زمینې د برابرولو غوښتنه وکړه.
مسوولین وایی، د بیان ازادۍ ته ژمن دی او د ټولو هغو رسنیو ملاتړ کوی، چې د اسلامی اصولو او هېوادنی عنعناتو پۀ چوکات کې خپل رسنیز فعالیت مخته وړی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ