کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره شپه د جلال آباد ښار دوهمې امنیتی حوزې اړوند چوک تلاشی سیمه کې د موبایلونو په یوه ځمکتل کې د برېښنا د شارټۍ له امله اور لګېدنه رامنځته شوې وه.
د امنیې قومندانۍ رسنیز دفتر ویلی، چې په یاده پېښه کې د اطفایې مدیریت دوه کارکوونکی هم د لوګیو له امله مسموم شوی، خو روغتیایی حالت یې د ډاډ وړ دی.
د دوی په وینا یاده پېښه کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت توکی سوځېدلی، خو د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت موبایلونه او نور توکی له سوځېدا څخه ژغورل شوی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ