ننګرهار کې د اکسېجن د تولید دستګاه فعاله شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲ مه نېټه):
ولایتی چارواکی وایی، چې دغه ولایت کې د لومړی ځل لپاره د اکسېجن د تولید یوه دستګاه فعاله شوه.
دغه دستګاه چې ۱۶۵ زره امریکایی ډالره ارزښت لری، په یوه دقیقه کې ۳۸۰ لېټره اکسېجن تولیدوی.
مسوولین وایی، د دې دستګاه په فعالېدو سره به تر ډېره بریده د اکسیجن د کمښت ستونزه هواره شی.
د دوی په وینا د اکسیجن له یادې تولیدی دستګاه څخه به په دوه ډوله اکسیجن اخیستل کیږی، چې یوه برخه یې بسترونو ته د اکسیجن لېږد او بل هغه یې د ډبو ډکول دی.
په همدې حال کې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکو هم د اکسیجن د دغې دستګاه فعالېدل خورا ګټور بللی ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.