ننګرهار کې د باریکاب عالی لېسې ته د سیمې د خلکو په مالی لګښت د احاطې دېوال جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت بټی کوټ ولسوالۍ اړوند باریکاب عالی لېسې ته د سیمې کلیوالو په خپل مالی لګښت د احاطې دېوال د جوړولو چارې پیل کړی.
خبر زیاتوی، چې یادې لېسې د احاطوی دېوال نه درلودلو له امله ګڼو ستونزو سره مخ وه، چې اوس د سیمې اوسېدونکو له لوری یې د اشر په بڼه د جوړلو چارې پیل شوی دی.
ځایی خلک وایی، چې د احاطوی دېوال ترڅنګ به د لېسې دواړو خواو ته د انګړ دوه دروازې کېنوی او د یادې لېسې د انګړ ښکلا لپاره به هم لاس په کار شی.
باریکاب عالی لېسه چې پۀ ۱۳۴۴ هـ ل کال کې د بټی کوټ ولسوالۍ اړوند سیمه کې تاسیس شوې، تر اوسه پورې ترې زرګونه شاګردان فارغ شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.