کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۶مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې د بزګرانو اقتصادی پیاوړتیا په موخه د اینجې طبی بوټی کر او ترویجول پیل شوی دی.
د خبر پر بنسټ اوس مهال د ننګرهار په بهسود، سره رود، ګوشتې، حصارک، کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو کې پر څه باندې ۴۷ جریبه ځمکه باندې اینجه کرل شوې ده.
اینجه طبی بوټی دی، چې د درملو په ډېرو ډولونو کې ترې ګټه پورته کیږی.
د کروندګرو په وینا اوسنیو بازارونو کې د یو کیلو اینجې بیه د ۱۰ زرو څخه تر ۱۵ زرو افغانیو پورې خرڅیږی.
دغه بوټی په یو جریب ځمکه باندې ۸ زره قلمه کېنول کیږی، چې په دریو کلونو کې له یو جریب ځمکې څخه د ۱۵۰ څخه تر ۲ سوه کیلو پورې حاصلات په لاس راځی.
دغه ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایی، هڅه کوی چې د بزګرانو اقتصادی پیاوړتیا لپاره خپلو کروندګرو ته وخت په وخت داسې فصلونه او کروندې ور وپېژنی، چې له یوې خوا کر او استعمال یې ممنوع نه وی او له بل پلوه د بزګرانو اقتصادی پیاوړتیا په برخه کې موثر تمام شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ