ننګرهار کې د تخریب شویو انجنیری کانالونو او سربندونو د سروی پروسه روانه ده

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست له لوری په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د جلال آباد ښار په ګډون یې د ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د تخریب شویو انجنیری کانالونو او سربندونو د ساتنې او مراقبت لپاره عمومی سروې پیل کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې د دې سروې له لارې به د یادو کانالونو او سربندونو تخریب شوې ساحې په اساسی ډول وارزول شی، څو په راتلونکی کې د ساتنې او بیارغونې پلانونه ورته جوړ شی.

دغه سروی چې څه موده وړاندې پیل شوې، ډېری ولسوالیو کې بشپړه شوې او پاتې سیمې به هم د یاد ریاست د انجنیرانو له لوری ژر تر ژره سروې او د ساتنې او مراقبت پلان کې به شامل شی.

د مسوولینو په وینا د دې پروسې موخه د اوبو د تنظیم او کرنیزو چارو د پرمختګ لپاره د موجوده انجنیری تاسیساتو ساتنه او بیارغونه ده.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.