ننګرهار کې د تېرې ورځې د شدید طوفان او تېز اورښت له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۵ تنو ته ورسېد

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار د اطلاعاتو آمر ویلی، چې د سختو اورښتونو او طوفان له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۵ تنو ته لوړ شو.

د نوموړی په وینا دغه پېښه کې د ټپیانو شمېر هم ۳ سوو ته لوړ شوی دی.

یاد ټپیان د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوی روغتون او فاطمه الزهرا ولایتی روغتون ته لېږدول شوی دی.

د مسوولینو په وینا د ځانی تلفاتو ترڅنګ یادو اورښتونو په سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم تخریب کړې او د ۴ سوه استوګنیزو کورونو د نړېدو ترڅنګ یې د ۳ سوو په شاوخوا کې د برېښنا پایې هم چپه کړې دی.

مسوولین وایی، تر ټولو ډېر زیان په مرکز جلال آباد، سره رود، بټی کوټ او بهسودو ولسوالیو کې خلکو ته اوښتی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.