معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې د درمل جوړولو یوې فابريکې کار پیل کړ

ننګرهار کې د درمل جوړولو یوې فابريکې کار پیل کړ

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې ننګرهار کې یوه پانګوال د څه باندې اووه میلیونه افغانیو په پانګونې سره د درملو د جوړونې یوه کارخونه جوړه کړې.
د راپور پر بنسټ، دغه کارخونه کې لسګونه بې روزګاره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د دغې کارخونې مسوولین وايي، بېلابېل ډوله شل قلمه درمل تولیدوي او د تولید کچه یې هم تر پخوا شل سلنه لوړه شوې ده.
د درملو په یاده کارخونه کې په کار بوخت کسان وايي، خوښ دي، چې په کور دننه ورته د کار زمینه برابره شوې ده.
دوی هم د یادې کارخونې د تولید شویو درملو د ښه کېفیت خبره کوي او له ډاکټرانو غواړي، چې د بهرنیو درملو پر ځای دې له کورنیو درملو ګټه پورته کړي، تر څو کورني تولیدات پیاوړي او بې روزګاره کسانو ته ورسره د کار زمینه برابره شي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس