کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې ننګرهار کې یوه پانګوال د څه باندې اووه میلیونه افغانیو په پانګونې سره د درملو د جوړونې یوه کارخونه جوړه کړې.
د راپور پر بنسټ، دغه کارخونه کې لسګونه بې روزګاره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د دغې کارخونې مسوولین وایی، بېلابېل ډوله شل قلمه درمل تولیدوی او د تولید کچه یې هم تر پخوا شل سلنه لوړه شوې ده.
د درملو په یاده کارخونه کې په کار بوخت کسان وایی، خوښ دی، چې په کور دننه ورته د کار زمینه برابره شوې ده.
دوی هم د یادې کارخونې د تولید شویو درملو د ښه کېفیت خبره کوی او له ډاکټرانو غواړی، چې د بهرنیو درملو پر ځای دې له کورنیو درملو ګټه پورته کړی، تر څو کورنی تولیدات پیاوړی او بې روزګاره کسانو ته ورسره د کار زمینه برابره شی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ