ننګرهار کې د زرګونو متره کانالونو د پاکولو او جوړولو چارې پاى ته ورسېدې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۵ نېټه):
د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د UNDP په مالی لګښت د ننګرهار کوز کونړ ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ۱۵ ورځو په ترڅ کې د ۴ زره متره کانالونو د پاکولو ترڅنګ ۲ سوه متره استنادی دېوالونه په پاخه ډول جوړول شول، چې چارې یې نن تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دغه کار په جریان کې ۱۹ سوه ۲۵ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوی وه. په یاد پرګرام کې هر کس ته د ۱۵ کاری ورځو وروسته ۶ زره ۷۵۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د سیمې مشرانو، سپین ږیرو او ځوانانو د یادې پروژی تطبیق څخه خوښی وښوده او غوښتنه یې وکړه چې که دا ډول پروژې دوامداره شی، نو کروندګرو ته به اسانتیا رامنځته او ځوانان به له بې کارۍ وژغورل شی.
د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوری د یادې پروژې مسوول بیا خلکو ته ډاډ ورکړ چې نږدې وخت کې به ګڼ شمېر نورو کسانو ته هم په دې برخه کې د کار زمینه برابره شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.